تهران: ډېر ژر به ویانا کې د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړو

د روان کال جون میاشت کې په ویانا کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په اړه د ایران مذاکرات

ایران وايي چې ډېر ژر به په ویانا کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن په تهران کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال همداراز وویل تهران د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو ته پر خپلو اټمي بټیو د څار اجازه ورکړې ده.

ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي: "دا اداره د شوې موافقې په چوکاټ کې د تفتیش او څار چارې پر مخ بیایي، خو د پارلمان د فیصلې په اساس له دې هاخوا نور څه ته مو اجازه نه‌ده ورکړې."

خطیب‌زاده وویل چې ایران قطعاً دا تمه لري چې د خبرو نور اړخونه به د ویانا په خبرو کې ریالیستیک واوسي او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې ایران به د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له اصولو بهر هېڅ اضافي ژمنه ونه‌کړي.

د ویانا په خبرو کې چې په اپرېل میاشت کې پیل شوې، پر ایران سربېره بریتانیا، جرمني، فرانسه، روسیه او چین برخه لري.