د امریکا متحده ایالاتو پوځ وایي، د هغو میزایلو ازموینې چې شمالي کوریا په تېرو دوو ورځو کې ترسره کړې، د دې هېواد ګاونډیانو او له هغې ورهاخوا نورو ته ګواښ متوجې کړی دی.
د امریکا د هند پاسیفیک قوماندانۍ په یوه بیان کې وویل چې د شمالي کوریا دغه فعالیتونه د دې ښکارندویي کوي چې دا هېواد پوځي پروګرام ته پراختیا ورکوي او په دې توګه خپل ګاونډیان او نړیواله ټولنه ګواښي.
شمالي کوریا ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کروز میزایلو ازموینې بریالۍ ترسره کړې او ټاکل شوي د ۱،۵۰۰ کیلو متره واټن هدفونهیې ایشتي دي.
پیونګ یانګ دغه نوي میزایل مهمې ستراتېژیکې وسلې بولي او وایي چې په دې سره د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون هغه غوښتنه پوره شوې چې د هېواد د پوځي وړتیا پر لا زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.