د یونان صدراعظم وایي، هېواد یې د افغان کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
دا څپه د هغو افغان پناه غوښتونکو ښودل شوې ده چې د طالبانو له ولکې یې تېښته کړې ده.
صدراعظم کریاکاس میتستاکوېس پرون خبریالانو ته وویل، اروپایي هېوادونه باید داسې فکر ونهکړي چې د کډوالۍ په مخنیوي کې یوازې یونان بشپړ رول لوبولی شي.
ده ویلي، یونان هغو افغانانو ته پناه نهورکوي چې تازهیې خپل هېواد پرېښی او د ناقانونه کډوالۍ هوډ یې کړی دی.
یونان د کډوالو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله کټارې او نور موانع هم جوړ کړي دي.