د ۳ افغاني‌الاصله بریتانیوي مېرمنو د نه‌خوړو اعتراض لاهم دوام لري

ارشیف، د بریتانیا پارلمان مخې ته د افغانانو په ملاتړ اعتراضیه غونډه

په بریتانیا کې د درېیو افغاني‌الاصله بریتانوي مېرمنو د نه‌خوړو اعتراض تر اوسه هم دوام لري.

دې مېرمنو ویلي، د دې لپاره‌یې دا اعتراض کړی چې د طالبانو تر ولکې لاندې د بندو پاته شویو مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي.

بریتانوي رسنیو د موضوع د حساسیت له پلوه د اعتصاب کوونکو مېرمنو نومونه نه‌دي اخیستي، خو ویلي یې دي، دوی خپل دا اعتراض لندن کې د پارلمان مخې ته پیل کړی دی.

د همدې رسنیو په وینا دې مېرمنو ویلي، تر هغو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي چې بریتانیا د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره عملي ګام نه‌وي پورته کړی.

له دې وړاندې په یو شمېر نورو هېوادونو او خپله افغانستان کې هم مېرمنو مظاهرې کړي او له طالبانو یې د خپلو حقونو د ټېنګښت غوښتنه کړې ده.