د روغتیا سازمان ۴۴ مټریک ټنه روغتیایي وسایل مزار شریف ته ولېږدول شول

مزار شریف ته د روغتیا نړیوال سازمان رسېدلې مرسته

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ۴۴ مټریک ټنه روغتیایي وسایل په یوه الوتکه کې مزار شریف ښار ته لېږدول شوي دي.

ډبلیو. اېچ. او پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا مرسته به د ۲۸ زرو هغو کسانو لپاره بسنه وکړي چې عاجلو روغتیایي همکاریو ته اړتیا لري.

دوی وړاندې ویلي، له دې مرستو سره به د روغتیایي وسایلو د لېږد هغه تشه هم ډکه شي چې له څو اوونیو راهیسې د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې محسوسه وه.