د کډوالۍ او خوړو نړیوال سازمان کابل او غزني کې ۴،۵۰۰ کسانو سره مرسته کړې

ارشیف؛ افغانو ښځو مرستې ترلاسه کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د خوړو له نړیوال پروګرام سره‌یې په ګډه کابل او غزني کې له څلور نیم زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د خوراکي او غیر خوراکي موادو دا بېړنۍ مرستې له هغو کسانو سره وشوې چې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوې دي.

ای.او. اېم او ډبلیو. اېف. پي د مرستو دا لړۍ وروسته تر دې شروع کړې چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

ټاکل شوې نن دوشنبه (د وږې په ۲۲مه) ملګري ملتونه په جنوا کې له افغانستان سره د مرستو جلبولو په خاطر یو کنفرانس ترسره کړي.

دې سازمان تر دې وړاندې غوښتنه کړې چې د افغانستان ۴۴۴ ملیونه ډالره کنګل شوې پیسې په استثنایي ډول ازادې شي.