د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې نن د پشهکال بارانونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
یوه چارواکي محمد نواز ویلي، په تورغر ولسوالۍ کې له ویجاړیو او خټو ګڼ مړي ایستل شوي او ژغورونکي په نورو قربانیانو پسې پلټنه کوي.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، اغېزمنو شوېو سیمو ته یې مرستې لېږلي، خو د ځمکې ښویېدو، د دوی د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړې دي.
په پاکستان کې د سېپټمبر تر نیمايي پورې د پشهکال د بارانونو موسم وي چې وخت ناوخت دې د دا ډول طبیعي پېښو سبب کېږي.