د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو کې نوي مقرارت ټاکي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیرعبدالباقي حقاني

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې نوي مقرارت ټاکي.

د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي، له دې ورسته نجونې او هلکان نه شي کولای په ګډه یوه ټولګي کې کیني.

نوموړي دا خبرې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وکړې:"ښځینه محصلانو لپاره به ښځینه ښوونکي وټاکل شي، خو که زیاته اړتیا ولیدل شي نارینه هم کولای شي درس ورکړي، خو هلته باید اسلام حجاب په نظر کې ونیول شي او نارینه کولای شي د پردې تر شا ان تر دې چې کولای شي له پرمختللو وسایلو لکه سکرینه هم استفاده وکړي."

ښاغلی حقاني وايي، په پوهنتونو کې به د نجونو او هلکانو ټولکي جلا شي خو هغه پوهنتونونه چې امکانات نه لري کولای د یوې پردې په درولو سره د ګډ درس مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره، دولتي پوهنتونونه هم ډیر ژر بېرته پرانیستل شي.