ځینې خلک وايي، افغانستان سږکال د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د طالبانو د واکمنۍ کلونو په څېر بیا هم له وچکالی سره مخ دی.
د افغانستان اقتصاد تر ډېره کچه کرنې او موسمي ورښتونو پورې تړلی او د کرنیزو محصولاتو کمښت د دغه هېواد ټولیز اقتصاد زیانموي.
په تیر ژمي کې د واورې او بارانونو د کمښت له امله سږکال د اوبو سرچینې هم کمې شوي.
افغان بزګران وايي، وچکالۍ د دوی په حاصلاتو ناوړه اغیزه کړې.
د تېر په څېر سږکال هم وچکالۍ کرنې او مالدارۍ ته زیان رسولی او دې چارې تر ډېره د بزګرو او مالدارانو عواید یې کم کړي دي.
یعقوب هغه بزګر دی چې د جوزجان په ولایت کې په کرنه بوخت دی، وایي سږکال یې وچکالۍ ټول فصل ځپلی او هېڅ چمتووالی هم نه لري.
د ده په وینا که کرنې وزارت مرسته کړې وه نو یوه برخه محصولات به یې خوندي شوي وو: "وچکالۍ منفي اغېزې کړي. کښت او کار ونه شو، نه واوره وه او نه باران، اوبه نشته، موږ له قحطۍ او لوږې سره مخ یو. د جوزجان د کرنې ریاست له موږ سره کافي مرسته ونه کړه، څو جدي اقدامات وکړو. موږ په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي."
د ننګرهار یو بزګر رحمان وایي، د وچکالۍ او د کرنیزو وسایلو د کمښت له امله بزګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دی وايي: "موږ د اوبو ستونزه لرو. زموږ ستونزې د تېرکال پرتله خورا زیاتې دي. تېرکال ډېرې اوبه وې، خو سږکال نشته. د بزګرانو لپاره باید د اوبو بندونه جوړ شي. بزګران له اقتصادي پلوه ډېر کمزوري شوي، له موږ سره باید د کرنې وسایلو مرستې وشي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په افغانستان کې د سختې وچکالۍ له امله کرنیزه برخه زیانمنه شوې او له لوږې سره د مخامخو کسانو شمیر هم مخ په زیاتېدو دی.
ښاغلي ګوتریش له نړېوالې ټولنې غوښتني چې سبا د دوشنبې ورځې په ناسته کې ورسره یوځای شي او په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه سبا د سېپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان لپاره د بسپنې راټولولو لپاره یو لوی کنفرانس جوړ کړي.