ملګري ملتونه تمه کوي چې د افغانستان په اړه د جنیوا په سباني مرستندویه کنفرانس کې به نړیوال له افغانانانو سره د زیاتو مرستو ژمنې وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې درې اوونۍ تیرېږي، خو په دې هېواد کې د بشري ناورین د خطر زنګ کړنګول کېږي، علتونه یې څه دي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مرستیال خانجان الکوزي سره مرکه کړې او لومړی یې پوښتنه کړې چې تاسو د جنیوا کنفرانس ته څومره هیله مند یاست او ایا نړیوال به له افغانانو سره هغومره مرستې وکړي چې دوی ورته اړتیا لري؟
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې تړونې کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5