د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ مشر ایراني چارواکو سره غږیږي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي 

په پام کې ده، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر، نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

دا خبرې داسې وخت کېږي چې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې د بیا احیا لپاره هڅې ټکنۍ شوې دي.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي به د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان له نوي مشر محمد اسلامي سره وګوري.

له کله چې تُندلاري ولسمشر ابراهیم رئیسي تېره میاشت خپله دنده پیل کړې، دا ایران ته د ګروسي لومړی سفر دی.

د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ خبرې چې د نړیوالو بندیزونو کمېدو په بدل کې د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو په نیت پیل شوې وي، له جون میاشتې راهیسې ټکنۍ مخ ته ځي.