کندهار کې روغتیاپاله رحمتي: طالبان کور ته را اوښتي او تشدد یې کړی

ارشیف، د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې د خیر ښېګڼې د یوه بې پرې بنسټ مشره فهیمه رحمتي وايي، طالبان تېره شپه کور ته ور اوښتي او وروڼه یې ورته ډبولي دي.

هغې په یوه ویډیويي پیغام کې چې بېلابېلو رسنیو خپور کړی، په ژړغوني انداز د هغې صحنې جریان بیان کړی.

فهیمې ویلي:"دا د دوی عمومي عفوه ده چې د خلکو کورونو ته اوړي. په ښځو او کوچنیانو کې ګرځي، له ښځو ټیلیفونونه اخلي، حملې او وهل کوي. زما کشر ورور یې کشاوه ما ټېنګ کړ ورته ومې ویل واله که یې راڅخه بوځې، څه ورباندې کوې. زه یې پر سینه ووهلم. ما ورته وویل ټیلیفون مې راکړه، ګېټ یې راته کش کړ او ویې ویل ټیلیفون نه شته. ننوځه."

فهیمه رحمتي چې روغتیاپاله هم ده، تېره میاشت د جګړې په شرایطو کې له بې وزلو کورنیو سره د بسپنې په ټولولو کې مهم رول درلود.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال، بیا ادعا کړې چې په دې کور کې د پخواني حکومت استخباراتو وسله وال موجود وو چې د طالبانو له ورتګ سره سم ډزې شوي او طالبان د هغوی د نیولو لپاره لاس په کار شوي دي.

مېرمن رحمتي دغه ادعا رد کړې ده.