په کونړ کې د کرکټ ۲۸ لوبډلو ترمنځ د سولې په نوم لوبې پیل شوې

د کونړ اسعد اباد کې د کرکټ لوبډلې

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د شنبې پر ورځ د کرکټ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د سولې پر نوم شل اوورېزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او د درېیم درجه ولایتونو ترمنځ سیالیو لپاره به پکې لوبډله وټاکل شي.

دلوبې پیل مراسمو ته د کونړ والي حاجي محمد عثمان ترابي هم راغلی و، هغه په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته وویل، هڅه وکړئ چې په هېواد کې دننه او بهر ښه لاسته راوړنې ولرئ او اسلامي امارت به مو هر ډول ملاتړ کوي.

بل خوا د کونړ کرکټ بورډ مسؤل قیام خیام ازادي راډیو ته د پیل شوېو سیالیو په اړه وویل، لوبډلې په اووه ګروپونو تقسیم شوي دي چې په هر ګروپ کې څلور لوبډلې شاملې دي، هره لوبډله درې لوبې کوي او له هغه څخه یوه لوبډله دوهم پړاو ته ځي.

نوموړی زیاتوي، دا سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په ټولو ولایتونو کې په لاره اچول شوي او هدف يې دا دی چې د راتلونکو درېیم درجه ولایتونو سیالیو لپاره یوه یوه لوبډله ترې غوره شي او هلته بیا ولوبيږي.

د اسعداباد مرکزي لوبغالي کې د سولې په نوم سیالۍ په داسې حال کې پیل کېږي چې د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د سېپټمبر په ۱۰مه پیل شوي، همدا راز د کرکټ د نړیوال جام لپاره هم لوبډله ټاکل شوې ده.