عراقي چارواکي: د اربېل پر هوايي اډې بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي

د اربېل هوايي ډګر

د عراقي کردستان امنیتي چارواکي وايي، د اربېل پر هوايي اډه چې امریکايي پوځیان په کې دېره دي، د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

په اربیل کې د کُرد ځواکونو ویاند لاک غفوري وايي، پرون شنبه(د وږي ۲۰مه) دوو بې پېلوټه الوتکو د اربېل هوايي ډګر ته چاودېدونکي مواد وغورځول.

د برید په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

دا څویم ځل دی چې په عراق کې د امریکا پر ډپلوماتیکو تاسیساتو او پوځي اډو بریدونه کېږي.

د پرونۍ حملې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو امریکا د ایران له ملاتړه برخمن یاغیان د دې پېښې مسوول بولي.

ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.