د کابل له هوايي ډګره د جرمني ۴۵ اتباع او د هغوی کورنۍ ایستل شوي

د کابل هوايي ډګر

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د قطر د هوایي شرکت په دوهمه چارټر الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره د جرمني ۴۵ اتباع او د هغوي کورنۍ ایستل شوي دي.

د جرمني د بهرینو د وزارت یوه ویاند پرون شنبې(د وږي ۲۰مه) د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس ته وویل چې چارواکي په دې کار کوي چې د جرمني نور وګړي هم له افغانستانه وباسي.

د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره د قطر په لومړنۍ چارټر الوتنه کې د جرمني پنځلس اتباع ایستل شوي وو.

د تېرې میاشتې په پای کې د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا او متحدانو د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د جرمني او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه هڅه کوي چې خپل وګړي او له خطر سره مخ افغانان له افغانستانه وباسي.