د پاکستان نړیوال هوايي شرکت PIA وايي، په روانه اوونۍ کې به له افغانستانه د خلکو د اېستلو له بهیر سره د مرستې لپاره کابل ته ځانګړې چارتر الوتنې بیا پیل کړي.
د PIA ویاند عبدالله حفیظ خان نن- شنبې فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې دې شرکت د دې کار لپاره ټول تخنیکي جوازونه ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې لومړۍ چارتر الوتکه به ایربس ۳۲۰ وي چې سبا د سېپټمبر په ۱۳مه د کابل پر لور وخوځېږي او بېرته به اسلام اباد ته ستنه شي.
PIA وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د مسافرینو د انتقال لپاره له کابله او کابل ته عادي الوتنې به څه وخت پیل کړي؟
PIA له هغو لومړنیو شرکتونو څخه و چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته یې کابل ته چارتر الوتنې ترسره کړې.
د دې شرکت چارواکو ویلي دي چې د اګسټ د ۱۵ او ۲۲ مې نېټې ترمنځ ورځو کې یې نژدې یو نیم زر بهرني وګړي له افغانستانه بهر ته ولېږدول.