امریکا تر ۴۰ زیات ایستل شوي افغانان ځانته بالقوه ګواښ بللي

ارشیف

د امریکا د کورني امنیت وزارت، تر ۴۰ زیات افغانان چې له افغانستانه ایستل شوي، د امریکا ملي امنیت ته بالقوه ګواښ بللي دي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه وزارت د اسنادو ارزونه ښيي چې امریکا ته له اګسټ میاشتې راهیسې د شپېته زره لېږدول شوېو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه یې خطرناک بلل شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورې څېړنې د پړاوونو تر بشپړېدو او د امریکا د تحقیقاتو د فډرال ادارې دغه راز د ټرورېزم ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي.

۱۵ تنه نور افغانان د امریکا د کډوالو او ګمرک ادارې له خوا تر تسلیمولو وروسته په اروپا یا هم منځني نتیځ کې د ټرانزیټ محلونو ته ستانه کړای شوي، یا هم په ځینو مواردو کې تر یو لړ ارزونو وروسته خوشې کړای شوي دي.

په همدې لړ کې ۱۶ تنه نور افغان وګړي د امریکا د کورني امنیت وزارت په فهرستونو کې شامل دي، چې لا امریکا ته د سفر یا هم له امریکا بهر د ټرانزیټ په ځایونو کې د استوګنې اجازه نه لري.