وزیري: امریکا کې د سېپټمبر ۱۱مه پېښه د افغانستان د بدمرغۍ لامل شوه 

د دفاع وزارت پخوانی ویاند

د امریکا پر متحده ایالاتونو د سېپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت نن ځانګړي مراسم ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په هغه غونډه کې چې پرون جمعه( د وږې ۱۹مه) په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه دا د امریکا د تاریخ تر ټولو توره ورځ وبلله.

شل کاله مخکې په دې ورځ پر امریکا حمله وشوه چې هغه حمله پر افغانستان د نړیوال ائتلاف د برید سبب شوه.

د افغانستان تېر حکومت په وار- وار ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د تېرو شلو کلونو تحرکاتو څه باندې ۲۰ نورو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړه.

د ازادي راډیو خبریال له متقاعد جنرال، دولت وزیري څخه پوښتنه کړې چې پر امریکا حمله د افغانستان لپاره د کومو بدلونونو سبب شوې؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونې کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له وزیري سره مرکه