سپینه ماڼۍ: ۳۲ کسان د امریکا په مرسته له افغانستانه ووتل

د کابل هوايي ډګر

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د اتباعو او دایمي اوسېدونکو په ګډون ۳۲ کسان د متحدو ایالاتونو په مرسته پرون له افغانستانه ووتل.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورن پرون ماښام په یوه بیان کې وویل چې ۱۹ امریکايي وګړي د قطر ایر وېز په الوتکه کې له افغانستانه ووتل.

الجزیرې چینل هم پرون خبر ورکړ چې د قطر د هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۱۵۶ مسافر په کې وو، پرون د کابل له نړیوال هوايي ډګره دوحې ته والوته.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د قطر ایر وېز لومړۍ تجارتي الوتنه د پنجشنبې په ورځ له کابله دوحې ته والوته.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې زیاته کړه چې د متحدو ایالاتونو د دایمي ویزې لرونکي ۱۱ نور کسان د ځمکې په لاره له افغانستانه ووتل.

مېرمن هورن وویل، دا ښيي چې د امریکا حکومت امریکایانو ته په بېلابېلو لارو له افغانستانه د وتلو خوندي لارې چارې مومي.