د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې د بنګله دېش د نولس کلنو د لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ پنځوس اووریزه لوبه بایلوده.
افغانستان پرونۍ لوبه چې د بنګله دېش به پلازمېنه دوحه کې وه، د ۱۶ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوبډلې، څلور نورې پنځوس اوورېزې او یوه ټېسټ لوبه هم په راتلونکي کې لري.
هوتک زیاته کړه:"د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبدلې د بنګلدېش پر وړاندې لومړۍ ۵۰ اوورېزه لوبه ترسره کړه. له دې وروسته به دا لوبدله د بنګلدېش له ۱۹ کلنو لوبډلې سره څلور نورې ۵۰ اوورېزې او یوه ۴ ورځنۍ لوبه ترسره کړي."
تمه ده چې د نولس کلنو لوبډله به د سېپټمبر په ۲۶ بېرته هېواد ته راستنه شي.