روسیې په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان احضار کړی

په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان

د راپورونو له مخې په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان د هغه څه په خاطر چې روسي چارواکو د روسیې په انتخاباتو کې د متحدو ایالاتو لاس وهنه بللې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.

د روسیې تاس او ریا نووستي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې ښاغلي سولیوان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ۲۰ دقیقو لپاره تم شو او بیا ووت.

ښاغلي سولیوان په دې اړه چې ولې احضار شوی دی څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د روسیې پارلماني انتخابات د نوومبر له ۱۷ مې تر ۱۹ مې نېټې ترسره کېږي.

ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، په مسکو کې د امریکا سفیر هغو روسي خبریالانو ته چې په امریکا کې کار کوي د کار د جواز د چمتو کولو لپاره د بهرنیوچارو وزارت ته بلل شوی و.