د کډوالو اداره: نړیواله ټولنه دې د بې‌ځایه شویو افغانانو لاسنیوی وکړي

یوه بې‌ځایه شوې افغان مېرمن او ماشوم‌یې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وایي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بې‌وزلو ملیونونو بې‌ځایه شویو کسانو لاسنیوی وکړي.

دا خبره د دې کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد نن ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "زموږ تمه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړو چې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او خلک په چندان ښه وضعیت کې ژوند نه‌کوي. غواړو چې نړیواله ټولنه د ولسي خلکو چې د مختلفو دلایلو له امله بې‌ځایه شوي او په بې‌وزلۍ او نیستي کې ژوند کوي، وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ستونزو ته‌یې رسیدګي وکړي."

ښاغلي فرهاد وویل، په دې هېواد کې دننه دغه بې‌ځایه شوي کسان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

د ښاغلي فرهاد په وینا دغه بې‌ځایه شوي د نړیوالې ټولنې سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بسپنې راټولولو نړیوال کنفرانس د راتلونکې دوشنبې په ورځ په جنوا کې جوړ شي.