ملګري ملتونه: افغانستان کې د لاریونونو ضد د طالبانو غبرګون له خشونته ډک دی

کابل کې لاریون او اعتراضونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په افغانستان کې د سوله‌ییزو لاریونونو په وړاندې د طالبانو غبرګون په زیاتېدونکي ډول له خشونته ډک دی.

د دې دفترپه وینا طالبانو په هغو لاریونونو کې چې ګډونوال‌یې اکثره ښځې دي، له ډزو، ډنډو او متروکو کار اخیستی چې په نتیجه کې یې لږترلږه څلور تنه وژل شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه مظاهرې د طالبانو نوې واکمنۍ ته چې پر حالاتو د کنټرول د لا ټینګښت هڅه کوي، یو ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا شمداساني په جنوا کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا یې لیدلي چې له بده مرغه د طالبانو غبرګون ډېر سخت وو. هغې زیاته کړه چې ملګرو ملتونو د ډزو له مله د څلورو کسانو مړینې ثبت کړې دي.

خو مېرمن شمداساني دا هم ویلي چې ښایي د لاریونوالو د تیت و پرک کولو لپاره د ډزو په نتیجه کې ځینې یا ټولې دغه مړینې شوې وي.

طالبانو په لاریونونو کې د تاوتریخوالي په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وروسته له هغې چې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مېرمنې سړکونو ته راووتې، اعلان وکړ چې د لاریونونو لپاره باید اجازه ترلاسه شي.