له نړیوالې ټولنې د ګوترش غوښتنه: د طالبانو حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

ګوترش دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې کړي.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "که موږ غواړو چې افغانستان د ترورېزم په ځاله بدل نه‌شي، ښځې او نجونې هغه حقوق چې په تېرو کلونو کې یې ترلاسه کړي، له لاسه ورنه‌کړي او که غواړو چې مختلفې قومي ډلې احساس وکړي چې استازیتوب‌یې کېږي، موږ باید له طالبانو سره تماسونه او داسې یو ډیالوګ وساتو چې پر پرنسیپونو ولاړوي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه، دا زموږ مسؤلیت دی چې له هغو خلکو سره چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون وښیو، له هغه خلکو سره چې ملیونه ملیونونه‌یې د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.