د امریکا ولسمشر له خپل چینایي سیال سره خبرې وکړې

ارشیف، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له خپل چینایي سیال شي جین پېنګ سره خبرې وکړې.

دواړه مشران له اوو میاشتو وروسته داسې مهال په خپلو کې خبرې کوي چې د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هېواودنو ترمنځ اختلافات په خپل حال پاتې دي.

سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو پراخ ستراتېژیک بحثونه وکړل چې په‌کې هغه موضوعات شامل وو چې د دواړو ګټې په‌کې نغښتې دي او هم پر هغو موضوعاتو چې زموږ ترمنځ ګټې، ارزښتونه او لیدلوري متفاوت دي.

دا د روان کال د جنوري میاشتې راهیسې، له کله چې بایډن د ولسمشر په توګه لوړه کړې، دوهم ځل دی چې نوموړی د چین له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي.

د چین او امریکا ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، سایبري امنیت او د بشري حقونو په ګډون د یو لړ مسایلو پر سر ترینګلې شوي.