جرمني په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

ارشیف، ۲۰۰۷ کال کې په کابل کې د جرمني سفارت

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي چې په افغانستان کې به خپل سفارت پرانیزي.

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه له افغانستانه وایستل.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې خبریالانو ته وویل: "البته، موږ غواړو چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزو. موږ ته په‌کار ده چې هلته ډیپلوماتیک استازیتوب ولرو په ځانګړي ډول په دې خاطر چې اوس د ټولو جرمنیانو، سیمه‌ییز پرسونل او په خاص ډول له خطر سره د مخامخ افغانانو د ایستلو مسؤلیت لرو."

ده په عین حال کې وویل چې له خپلو نږدې نړیوالو متحدانو سره په تماس کې دی او له هغوی جلا به پرېکړه ونه‌کړي.