د قطر ځانګړی استازی: له نن څخه به د کابل هوايي ډګر په تدریج پرانیستل شي

د کابل نړیوال هوايي ډګر یو ترمینل

د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی وايي، سر له نن (جمعې) څخه به د کابل نړیوال هوايي ډګر په تدریج پرانیستل شي.

مطلق بن ماجد القحطاني پرون (پنجشنبه) وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر په سلو کې ۹۰ فعاله شوی، خو په پام کې ده چې په تدریج پرانیستل شي.

د القحطاني په وینا پرون له دې هوايي ډګره یوه الوتکه والوته.

دا هوايي ډګر له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او دغه‌راز هغو افغانانو د ایستلو لپاره مهم دی چې په خپل هېواد کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ ګڼي.