د افغانستان کرکټ بورډ د راشد خان له استعفا وروسته محمد نبي کپټان وټاکه

راشد خان او محمد نبي

وروسته له دې چې راشد خان د اعتراض په توګه د ۲۰ اوره لوبډلې له کپټانۍ استعفا ورکړه، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، محمد نبي به‌یې پر ځای کپټاني وکړي.

کرکټ بورډ تېره شبه ناوخته پر خپله فېس‌بوک پاڼه اعلان وکړ چې د راشد خان استعفا منظوروي او پر ځای یې محمد نبي عیسی‌خېل د لوبډلمشر او نجیب‌الله ځدراڼ‌یې د مرستیال په توګه ټاکلي دي.

راشد خان پرون په دې اعتراض کې چې د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره د لوبډلې په غوره کولو کې له ده سره مشوره نه‌ده شوې، له کپټانۍ استعفا ورکړه.

کرکټ بورډ یو شمېر زاړه لوبغاړي چې پخوا پرې اعتراضونه کېدل، د ۲۰۲۱ د ۲۰ اوره جام سیالیو لپاره په لوبډله کې ځای کړي او ټینګار لري چې په دې لوبډله کې بدلون نه‌راولي.