د طالبانو خبرداري سره سره د افغانستان په ۵ ولایتونو کې لاریونونه وشول

د سپټمبر په دوهمه هرات کې د ښځو لاریون

د طالبانو د حکومت له خبرداري سره سره لاریون کوونکي په بلخ، پروان، نیمروز، کندز او کاپیسا ولایتونو کې سړکونو ته راووتل.

د تاوتریخوالي او نیولو یو شمېر قضیې راپور شوي، مګر نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د اماج په نوم د یوې خبري شبکې له‌خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وېډیو ښيي چې ښځینه لاریونوالې د ښځو حقونو ته درناوی او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.

پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن دی، خو اسلام‌اباد دا تور ردوي.

یوه ورځ مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په مؤقت ډول په افغانستان کې لاریونونه بند کړل، ویې‌ویل چې وېره‌یې شته ځینې ډلې به لاریون کوونکو ته ګواښ پېښ کړي.