د امريکا استخباراتي ادارې (سیایاې) مشر ويليم جوزف برنز د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له مشرانو سره نن په راولپڼډۍ کې کتلي دي.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ایاېسپيار د سپټمبر په نهمه په يو بيان کې ویلي دي چې په لیدنه کې د دوه اړخيزه ګټو په مسئلو، سيمهیيزه امنيتي حالاتو او د افغانستان په راوانو حالاتو بحث شوی دی.
په بيان کې راغلي دي: "دا خبره تکرار شوه چې پاکستان د سيمې امنيت او يو باثباته او سوکاله افغانستان يقيني کولو پر سر له نړيوالو ملګرو سره همکارۍ کولو ته ژمن دی."
د پوځ مطبوعاتي څانګې بيان زياتوي چې ورغلي پلاوي د افغانستان په مسئله کې د پاکستان د کردار ستاينه کړې چې پهکې له افغانستانه د خلکو د راويستو کامياب عمليات او د سيمهييز ثبات لپاره هلو ځلو ته ژمنتيا شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په څلورمه د پاکستان استخباراتي ادارې (ایاسای) مشر جنرال فیض حميد کابل ته تللی و او سفر یې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.
په کابل او ځینو نورو ښارونو کې ګڼو خلکو د پاکستان پر ضد مظاهرې هم وکړې.