د طالبانو واکمنېدل؛ سږ کال د شهید اوونۍ لپاره رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي

ارشیف، د ډاکتر په شمول یو شمېر پخواني افغان چارواکي د شهید اوونۍ د لمانځلو پر مهال

د طالبانو له واکمنېدو سره سم سږ کال د شهید اوونۍ په مناسبت څه رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي.

پخوا به د وږې له ۱۸مې تر یوې اوونۍ د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژنې د تلین په مناسبت مراسم نیول کېدل او عمومي رخصتي به وه.

دا چې دا اوونۍ سږ کال ولې نه‌لمانځل کېږي د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی سردار احمد شکېب‌یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً ټول شیان بدل شوي. د افغانانو تاریخي ورځې معلومې دي. هغه به ټاکل کېږي خپل ځای به لري، نو هغه مخکېنۍ چې کومې وې، اسلامي امارت هغه ورځې او هغه شیان په رسمیت نه‌پېژني. ځکه د دوی سیستم پردی و له بهره راغلی و او نور اهمیت نه‌لري له‌منځه تللی دی."

د شهید د اوونۍ په مناسبت بیا یوازې په خواله رسنیو ځینو افغان سیاستوالو پیغامونه ورکړي.

له هغې ډلې ډاکتر عبدالله عبدالله لیکلي چې د "احمد شاه مسعود د شهادت شلم تلین او د شهید اوونۍ په مناسبت ټولو خلکو ته تسلیت وايي".

احمد شاه مسعود له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین کې په یو ترورېستي برید کې ووژل شول.