ملګرو ملتونه: ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي

ارشیف؛ افغان ماشومان

نن د سېپټمبر نهمه له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په دې تړاو په یوه مفصله اعلامیه کې لیکلي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي ځکه د جګړې ښکېلو خواوو د ماشومانو د خوندیتوب په څېر د جګړې یو مهم اصل هېر کړی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د نړۍ په څه باندې ۳۵ هېوادونو یا جنګي سیمو کې له ۷۵ میلیونو زیات ماشومان له بریدونو او زور زیاتي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، څو چې د ماشومانو د ځان خوندیتوب نه وي تضمین شوی د هغوی لپاره د تعلیم زمینه هم ستونزمنه برېښي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لکونه ماشومان د جنګ جګړو په سبب ګواښل کېږي او له درې نیم میلیونو زیات ماشومان یې له تعلیم بې برخې دي.

له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو مفصله اعلامیه د افغانستان په جنوب کې د کندهار د یوه ښوونځي په عکس پيل شوې چې په کې د یوه ویجاړ ټولګي مخ ته یو افغان ماشوم ښکاره کېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونسیف افغانستان څانګې شااوخوا درې اوونۍ مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د لسو میلیونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.