چین: افغانستان سره به د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوو

ارشیف، د چین د بهرنیو چارو وزیر او ملابرادر

چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو د مرستې ژمنه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي له افغانستان سره د دې مرستې د اعلان پر مهال د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

طالبانو چین د افغانستان مهم متحد بللی او هیله من دي چې چین به نه یوازې په افغانستان کې پانګونه وکړي بلکې د افغانستان په بیارغونه کې به هم مرسته وکړي.

تردې وړاندې هم د بحرین په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د مرستې کړې دي.

په افغانستان کې د تېر حکومت له نسکوریدو سره د توکو بیې لوړې شوي او میلیونه وګړي بیکاره شوي چې نړیوالو سازمانونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی.