سپينه ماڼۍ: بېړه نه لرو چې طالبان په رسمیت وپېژنو

د سپينې ماڼۍ ویانده جېن ساکي

سپينه ماڼۍ وايي، بېړه نه لري چې طالبان په رسمیت وپېژني خو د امریکایانو د را ایستلو لپاره به خبرې ورسره کوي.

دا خبره د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي بېګا یوه کنفرانس وکړه.

ساکي د طالبانو له خوا د اعلان شوې کابینې او په افغانستان کې د ایسار امریکایانو د را ایستلو په تړاو زیاته کړه: "دا یوه سرپرسته کابینه ده چې پخواني او اوسني طالب جنګیالي په کې شامل دي. موږ نه تایید کړې او نه موږ ویلي چې په رسمیت یې پېژنو. نه يې د پېژندنې لپاره کومه بېړه لرو ځکه له دې مخکې ډېر څه شته چې هغوی یې باید ترسره کړي. څه چې موږ یې کوو دا دي چې له هغوی سره تعامل وکړو ځکه هغوی اوس په افغانستان ولکه لري، څو امریکايي اتباع، د دایمي اقامې لرونکي او د اېس ای وي ویزو غوښتونکي له افغانستان راوباسو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل وروستي کنفرانس کې له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو هیله وښوده.

طالبانو دم ګړۍ د هوایي ډګر او سیسټمونو تر بیا فعالېدو پورې له هېواده په بهر وتلو بندیز لګولی.