د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین وایي، اوس وخت د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې نه پلانوي.
انټرفکس خبري اژانس د روسیې د جمهور رییس د ویاند دمیتري پسکوف په حواله پرون راپور ورکړی چې له طالبانو سره هر ډول اړیکه به په کابل کې د روسیې د سفارت له لارې نیول کېږي.
د ښاغلي پسکوف په خبره یوه اساسي مساله په کابل کې د روسي ډپلوماټانو د امنیت ساتل دي او روسیه هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر د طالبانو راتلونکي ګامونه څاري.
طالبانو په کابل باندې له څه باندې شلو ورځو ولکې وروسته د سه شنبې په ورځ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.