د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تورونه رد کړل

د ایران جمهور رییس ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تورونه رد کړل.

دې ادارې په یوه راپور کې ایران تورن کړی چې د دغه هېواد اټمي تاسیساتو ته یې نړیوال څارونکي نه دي ورپرېښي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرون د اروپا د شورا له رییس چارلس مېشل سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران نوې همکاري په اټومي فعالیتونو کې د ایران روڼتیا په ډاګه کوي.

د ایران د اټمي پروګرام په تړاو یو وار بیا بحثونه داسې وخت رامنځته شوي چې په ویانا کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو خبرې له بن بست سره مخ شوي.