امریکا د 'نورډ سټریم۲' ګازو د پروژې منتقدې ته مهمه څوکۍ ورکړې

رابین ډانیګان

د امریکا متحده ایالاتونو د نورډ سټریم دوه ګازو پایپلاین د پروژې یو سرسخته منتقده په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه مهمه څوکۍ ګمارلې.

رابین ډانیګان له لومړي سره جرمني ته د روسیې د طبیعي ګازو د انتقال په هدف د نورډ سټریم دوه د پایپلاین د غځولو مخالفه وه.

اغلې ډانیګان تازه په بهرنیو چارو وزارت کې د مرکزي او ختیځې اروپا په تېره بیا د اوکراین د پالیسیو په تړاو د څارونکې په توګه ګمارل شوې.

ډانیګان تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه دنده درلوده.

اوس به په اوکراین سربېره د اوکراین، بلاروس، پولنډ، هنګري او چک جمهوریت په تړاو د امریکا د سیاستونو په تعین کې هم رول ولوبوي.

امریکا جرمني ته د روسیې د ګازو د انتقال مخالفت کوي، خو تر څنګ یې په دې هم غور کوي چې څنګه د اوکراین لاس ونیسي ځکه دا هېواد د امریکا د مخالفت په سبب د نورډ سټریم د ټرانزیټ له لارې د کال دوه میلیارده عاید له لاسه ورکوي.

د نورډ سټریم دوه ۱۱ میلیارد ډالریزه پروژه په مې میاشت کې د جوبایډن د ادارې تر موافقې وروسته پر مخ ولاړه او تمه ده ژر بشپړه شي.

د امریکا له خوا د نورډ سټریم دوه په تړاو هغه وخت نرمښت له جرمني سره د اړیکو د ښه والي لپاره ښودل شوی وو.

د نورډ سټریم په تړاو د بایډن د ادارې موافقې د ځینو مرکزي او ختیځو اروپايي هېوادونو غوسه هم پارولې وه ځکه نورډ سټریم دوه یې امنیتي ګواښ باله.