ملاهبت الله اخندزاده: افغانستان کې به شرعي قوانین نافذ کړو

ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو لوی مشر ژمنه کړې چې په افغانستان کې به شرعي قوانین نافذ کړي.

ملاهبت الله اخندزاده د نوې حکومت له اعلان وروسته په خپل لومړني بیان کې چې تېره شپه د طالبانو ویاندویانو رسنیو ته واستاوه ویلي چې د راتلونکي افغانستان د حکومتوالۍ او ژوند ټولې چارې به د اسلامي شریعت د سپېڅلو قوانینو په اساس تنظیمېږي.

په بیان کې یادونه شوې چې افغانستان به ټولو نړیوالو میثاقونو ته چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي ژمن پاتې شي.

طالبانو پرون نوې کابینه اعلان کړه. په کابینه کې د حکومت مشر یا رییس الوزرا ملا محمدحسن آخوند دوه مرستیالان لري چې یو یې ملاعبدالغني برادر او بل ملا عبدالسلام حنفی دی.

په مهمو وزارتونو کې ملا محمدیعقوب مجاهد د دفاع وزیر، ملا سراج الدین حقاني د کورنیو چارو، امیرخان متقي د بهرنیو چارو او ملا هدایت الله د مالیې وزیر پر دندو ګومارل شوي دي.

تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو دولت په رسمیت نه دی پېژندلی.