ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د کانکرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معلومات ورکړي.
دې کمېټې پرون سې شنبه(د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې ښاغلی بلېنکن به د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د استازو جرګې ته توضیحات وړاندې کړي.
د استازو جرګې یو شمېر جمهوریپال استازي له افغانستان سره د ولسمشر جو بایډن پر چلند سخت انتقاد کوي.
دوی په دې اړه د کانګرس له لوري د یوې څېړونکې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې خو دموکراتان وايي چې یوه ځانګړې کمېټه به د تېرو شلو کلونو د ټول وضعیت په اړه څېړنه وکړي.