ترکیه وايي، سږ کال یې د څه باندې ۴ زره افغان پناه غوښتونکو مخه نیولې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اسماعیل چاتالکي پرون سې شنبه(د وږي ۱۶مه) وویل، د دغه هېواد پولیسو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تراوسه پورې شااوخوا ۹۵۰۰ بې اسناده پناه غوښتونکي نیولي چې تقریباً نیمايي یې افغانان دي.
اکثره افغانان ترکیې ته د دې لپاره ځي چې له دغه هېواده اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.