د افغانانو او سیلابونو په اړه بایډن له کانګرسه نوره بودجه هم وغوښته

ولسمشر جو بایډن

د ولسمشر جو بایډن ادارې پرون سې شنبه(د وږي په ۱۶مه) له کانګرس څخه میلیاردونه ډالره نوره بودجه د توپان او سېلونو له کبله د زیانونو د جبرانولو او له افغانستانه د زرګونو نورو کسانو د ایستلو لپاره وغوښته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشر بایدن د بودجې او مدیریت اداره وايي، لږ تر لږه ۲۴ میلیارډ ډالره د توپان ځپلو او نژدې شپږ نیم میلیارده د افغانانو د راایستلو او په امریکا کې د هغو د ځای پر ځای کولو لپاره پکار دي.

امریکا تر یولکو ۲۲ زره ډېر کسان د اګسټ تر دېرشمې مخکې له افغانستانه ایستلي دي.