د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو له لوري د مزار شریف له هوايي ډګره د امریکايي اتباعو د الوتکو د مخنیوي راپورونه رد کړل.
انتوني بلېنکن پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) وویل، یو شمېر کسان په دې خاطر نه دي پرېښودل شوي چې له افغانستانه یې د وتلو اسناد نه لرل.
په وروستیو ورځو کې راپورونه خپاره شول چې طالبانو ۶ الوتکې چې امریکایان هم په کې سپاره وو، پرې نه ښودې چې د مزارشریف له هوايي ډګره والوزي.
خو بلېنکن پرون په دوحه کې وویل، طالبانو د هغو کسانو د وتلو مخه نه ده نیولې چې بشپړ اسناد یې لرل، مګر ویلي یې دي، هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې د سفر اسناد نه لري.