ترکیې د طالبانو له لوري د مؤقت حکومت د اعلان پر وړاندې غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) ناوخته د طالبانو له لوري د مؤقت حکومت د اعلان پر وړاندې محتاط غبرګون وښود.

اردوغان وویل چې د طالبانو له لوري د اعلان شوي حکومت راتلونکي اقدامات به وڅاري.

ښاغلي اردوغان، د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د حکومت پر اعلان په خپل لومړني غبرګون کې وویل، نه پوهېږي چې دا موقت حکومت به د څومره وخت لپاره وي.

طالبانو پرون وویل چې ټول وزیران او اعلان کړی حکومت به یې موقت وي، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې کله به او په څه ډول به بل حکومت اعلانوي؟

د ترکیې ولسمشر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "دا ګرانه ده چې دایمي یې وبولو، خو موقته کابینه اعلان شوې ده. موږ نه پوهېږو چې دا کابینه به څومره دوام کوي. زموږ دنده اوس دا ده چې پروسه په ځیر وڅارو."

تر دې وړاندې پرون د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي و چې ترکیه نورو هېوادونو ته هم سپارښتنه کوي چې د طالبانو له لوري د اعلانېدونکي حکومت په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار وا نه خلي.