طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.
ملاحسن له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو د قیادي شورا غړی و او په نوي یمه لسیزه کې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د والي او د صدراعظم د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.
په واشنګټن کې د یوه څېړنیز انسټیټیوټ رييس هاشم وحدتیار ته د طالبانو کابینه له څلورو نظرونو د پام وړ ښکاري: "اوله خبره دا ده چې په دې کابینه کې ښځې نه شته، دوهم دا چې په دې کابینه کې یو تاجک او یو ازبک دی، درېیم کابینه د حقاني شبکې او نورو طالبانو ترمنځ وېشل شوې او څلورم د کلیدي او تخنیکي وزارتونو لکه ټکنالوژي او مخابراتو لپاره هم ملایان ګومارل شوي دي."
د طالبانو د مشر ۵۵ کلن ملا هبت الله اخوندزاده یادونه ښايي د دې لپاره نه ده شوې چې نوموړی له ۲۰۱۶ څخه د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر دی.
د طالبانو د کابینې مشر چې دوی رييس الوزرا بللی، ملا محمد حسن اخوندزاده په کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو د تحریک له موسسانو څخه دی.
په دې اړه نور: د طالبانو رييس الوزرا ملامحمد حسن اخوند څوک دی؟د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی او په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی چې ګومان کېده د طالبانو په کابینه کې به د بهرنیو چارو وزیر وي، د دغه وزارت چې امیرخان متقي به یې سرپرست وي، مرستیال ګومارل شوی دی.
دفاع وزارت ملا یعقوب ته ورکړل شوی چې د ملا عمر زوی دی او په مدرسه کې یې د ملاهبت الله اخوندزاده شاګردي کړې ده.
په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته ویلي چې کابینه یې ټول شموله ده.
دی وايي، د ريیس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خټه ازبک، لوی درستیز فصیح الدین د بدخشان او د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف په خټه تاجک دی.
ده په کابینه کې د ښځو د نشتوالي په اړه وویل چې د ډېرو هېوادونو په کابینو کې ښځې نه شته.
د طالبانو د اسلامي امارت له لوري په اعلان شوې سرپرسته یا موقت کابینه کې د ښځو وزارت حذف شوی، خو پر ځای یې د امربالمعروف وزارت زیات شوی دی.
په نوي یمه لسیزه کې هم طالبانو د امر بالمعروف اداره لرله چې ډېر خلک یې د ږیرې د نه لرلو په خاطر ځورول، ټلوېزیونه او عکسونه یې له منځه وړل او پر خلکو یې په زور د جمع لمونځونه کول.
تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ولې خپله کابینه سرپرسته بللې ده.
که څه هم ځینې طالبان وايي چې دا کابینه به د یوه بل ټولشموله حکومت تر جوړېدو پورې د لنډ وخت لپاره وي خو په ۱۹۹۶ میلادي کال هم طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړې وه خو په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو پورې سرپرسته پاتې شوه.
څرګنده نه ده چې د نړۍ هېوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو ګڼو هېوادونو ویلي چې طالبانو ته فرصت ورکوي چې څه ډول حکومت جوړوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ کړ، د نوي حکومت په مراسمو کې به ګډون وکړي.
ترکیې ویلي، اړتیا نه ویني چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار واخلي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په یوه مرکه کې وویل، په کار ده چې د افغانستان نوی حکومت ټولشموله وي، ښځو او قومي اقلیتونو ته وزارتونه ورکړي.
دې ته ورته دریځ اروپايي ټولنې ښودلی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې لا ډېر وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.