طالبانو د کابل له نیولو څه باندې ۲۰ ورځې وروسته خپله کابینه اعلان کړه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوس لپاره ټول د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه اعلان شوي دي.
ښاغلي مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل.
د طالبانو د کابینې مشرتابه غړي
- ملا محمد حسن اخند - د ریاستالوزرا سرپرست
- ملا عبدالغني برادر – د ریاستالوزرا لومړی مرستیال
- ملا عبدالسلام حنفي – د ریاستالوزرا دوهم مرستیال
دفاعي او امنیتي چارې
- ملا محمد یعقوب مجاهد – د دفاع وزارت سرپرست
- ملا سراجالدین حقاني – د کورنیو چارو وزارت سرپرست
- قاری فصیحالدین – لوی درستیز
- ملا عبدالحق وثیق – د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست
- ملا تاج میر جواد – د استخباراتو عمومي ریاست لومړی مرستیال
- ملا رحمتالله نجیب – د استخباراتو عمومي ریاست اداري مرستیال
- مولوي نور جلال – د کورنیو چارو وزارت مرستیال
- ملا محمد فاضل اخند – د دفاع وزارت مرستیال
- ملا عبدالحق – له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال
بهرنۍ چارې
- مولوي امیر خان متقي – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
- شېر محمد عباس ستانکزی – د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
د اقتصاد او پراختیا چارې
- ملا هدایتالله بدري – د مالیې وزارت سرپرست
- قاري دین محمد حنیف – د اقتصاد وزارت سرپرست
- حاجي محمد ادریس – د افغانستان بانک سرپرست
- ملا محمد یونس اخندزاده – د کلیو پراختیا وزارت سرپرست
- ملا عبدالمنان عمري – د ټولګټو وزارت سرپرست
- حاجي ملا محمد عیسی اخند – د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست
- ملا حمید الله اخندزاده – د هوايي چلن او ټرانسپورت وزارت سرپرست
- ملا عبداللطیف منصور – د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست
- مولوی نجیبالله حقاني – د مخابراتو وزارت سرپرست
ټولنیزې چارې
- مولوي نورالله منیر – د پوهنې وزارت سرپرست
- ملا خیرالله خیرخواه – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست
- مولوي نور محمد ثاقب – د حج او اوقافو وزارت سرپرست
- ملا نورالله نوري – د سرحدونو او قبایلو وزارت سرپرست
- شېخ محمد خالد – د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهی له منکر وزارت سرپرست
- مولوي عبدالباقي حقاني – د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست
- ذبیحالله مجاهد – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال
- مولوي عبدالحکیم شرعي – د عدلیې وزارت سرپرست
- حاجي خلیلالرحمان حقاني – د کډوالو وزارت سرپرست