له طالبانو د جنوبي کوریا غوښتنه: د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړئ

کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه

جنوبي کوریا له طالبانو غواړي چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، که طالبان نړیوالو کنوانسیونونو او د وګړو اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او ترورېستانو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي، نو سئول تیار دی چې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند چوی یونګ سام (Choi Young-sam) د جنوبي کوریا له یوې رسنۍ سره مرکه کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغو څرګندونو ته ځواب وایه چې سئول‌یې په کابل کې د سفارت پرانیستو ته هڅولی و او ډاډ یې ورکړی و چې د جنوبي کوریا د سفارت امنیت به خوندي وي.

ښاغلي سام زیاته کړه سئول د افغانستان روان حالات له نږدې څاري او ټولې چارې به له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې پر مخ بوځي.