ترکیه او قطر: هڅه کوو د کابل نړیوال هوايي ډګر ژر ملکي الوتنو ته چمتو کړو

د کابل نړیوال هوايي ډګر یوه برخه

د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزارتونه وايي، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې ډېر ژر د کابل نړیوال هوايي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو کړي، خو دوی زیاتوي چې لا هم د افغانستان له نویو واکمنو سره د دې هوايي ډګر د فعالیت د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه اوس‌مهال د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې شته او دا هېواد افغانستان ته تقریباً هره ورځ په بشري مرستو بار چارتر الوتنې تنظیموي.

شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په دوحه کې له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل قطر هیله لري چې په څو ورځو کې به د کابل د هوايي ډګر د رغونې چارې داسې یوه پړاو ته ورسېږي چې د سورلیو او بشري مرستو د لېږد لپاره کار ترې واخیستل شي.

بل‌خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملکي الوتنو له پیلېدو مخکې د هغه ځغاست لیکه یا رن‌وې، ټاور او ترمینل باید بیا ورغول شي.

مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه او قطر هڅه کوي د کابل په هوايي ډګر کې د مسافرو او بشري مرستو د انتقال لپاره د الوتنو فعالیت یقیني شي.