طالبانو نن په کابل کې یو شمېر معترضان او خبریالان نیولي

کابل کې د پاکستان ضد لاریون او اعتراضونه

طالبانو نن په کابل کې د سلګونه معترضانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او یو شمېر معترضان او خبریالان‌یې ونیول.

د بخښنې نړیوال سازمان پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د سوله‌ییزو معترضانو او ژورنالېستانو پر ضد د طالبانو د تشدد له کبله سخته اندېښنه لري، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې مظاهره کوونکو دولتي ودانیو ته د ننوتو هڅه کوله.

ښاغلي وثیق زیاته کړه چې په دې ترڅ کې څو نیول شوي خبریالان وروسته خوشې شول: "مظاهره کوونکو له هغو امنیتي کسانو سره لاس اچولی و چې هڅه‌یې کوله مظاهره کوونکي خواره کړي. په دې وخت کې ځینو خبریالانو هغه اجازه لیک چې باید درلودای یې له ځان سره نه‌و، راوړی. دوی د یو څه وخت لپاره په یو ځای کې منتظر پاتې شول او بالاخره نیول شوي کسان ټول خوشې شول."

نننۍ مظاهرې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د سلګونه معترضانو له لاریون وروسته پیل شوې.

په غور کې هم یوې ډلې ښځو د لاریون په ترڅ کې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل وباله.

د ازادۍ راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د ایران په پلازمېنه تهران کې هم نن د افغانستان د سفارت مخې ته لسګونه کسانو د طالبانو او پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل.

دا مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د طالبانو د مخالفې مقاومت جبهې مشر احمد مسعود افغانان د طالبانو پر ضد عمومي قیام ته راوبلل.