بلېنکن: هڅې روانې دي چې الوتکې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې په قطر کې دی وايي، هڅې روانې دي چې د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره چارتر الوتکې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي.

ښاغلي بلېنکن په دوحه کې له خپل قطري سیال شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني او د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن په لږ شمېر هغه امریکایي وګړي تشخیص کړي دي چې غواړي د مزار شریف د هوايي ډګر له لارې بهر ته ووځي.

له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې یو غړي ویلي و چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده.

بلېنکن وویل، طالب چارواکو متحدو ایالاتونو ته ویلي چې دوی به هغو کسانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړي چې د سفر قانوني اسناد ولري.