" جګړې، وچکالي او کرونا ۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي"

یو بې ځایه شوې کډواله

د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي جګړې، وچکالي او کرونا وبا شااوخوا اته میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دې فدراسیون نن په یوه بیان کې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي دي چې لسګونه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي چې یو شمېر یې د ښاري سیمو په کمپونو کې خوړو او استوګنځي ته اړتیا لري.

په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د جګړو له تودېدو وروسته خلک د ژوند له شرایطو څخه شکایت کوي خو طالبان وايي، ډېر ژر به حکومت جوړ او د خلکو ژوند به بېرته عادي شي.